هر څه دي خداي وركړي خو نيتونه يي ښـــــــــه نه دي
مخونه يې تك سپين دي ولي زړونه يې ښـــــه نه دي
ددوي په ژبه قول چي بېخي باور ونه كــــــــــــــــــــــــړې
داخلګ ګفتارښه كړي،عملونه يې ښــــــــــــــــــه نه دي
اوس هم پكي ورور پاسي كړي دورورسره جنـــګونه
داكور ډير ښايسته دئ ديوالونه يې ښـــــــــــــــه نه دي
زموږ ورسره هاغسي دفكر تضاد شتــــــــــــــــــــــه دئ
زموږ باچا خوله ښه لري كارونه يې ښـــــــــــــــــه نه دي
غاصبه له تا مخكې دلته ډير توبه ګار شــــــــــــــــــوي
چي ما ګوزار وركړى پر هرونه يي ښـــــــــــــــــــه نه دي
يو ځل كه ترې فنا شوې بيا دي نه كــــــــــــوي پوښتنه
كوچيه آشنا ښه دئ عادتونه يي ښــــــــــــــــــــــــه نه دي
رښتياتاداخبره خپل کوچني ريبيـــــــــــــــــــــارته کړې
کوچى راباندي ګران دى خوشعرونه ئې ښـــــــه نه دي
غزل / غنمرنګ کوچى
______________
______________
د چشمانو مې ...
د چشمانو مې بهيږي نن خوناب
چې مې حال د زمانې وليد خراب
صداقت او ننګ ناموس دنيا نه ورک شو
هر سړی خوځوي ژبه په کذاب
د ساداتو سالکانو عزت ورک شو
عزتمن دي چې لري چنګ و رباب
هيڅ صفت به د عالم چيرې وانه ورې
د پيمخو صفت کيږي بې حساب
شان پوشان د زمانې ګرځي شړۍ کې
د شړۍ خاوندان اغوندي کمخواب
دا ګردش د زمانې دی ملنګ جانه
کارغه ناست دی په چګس باز په تراب
_________________________
څه لرمه چې د خدای...
څه لرمه چې د خدای په نوم يې ورکړم
چې طبيت د خان صاحب پرې برابر کړم
په زر درېزره جريمه قانع نه دی
مناسب وي چې يو چرګ ورميسر کړم
زما وږي نس ته نه ګوري خان غواړي
يه يارانو سلا راکړئ څه هنر کړم
په سلام او په ځار ځار نه پخلا کيږي
سل ګيز نشته چې له جئبه يې بهر کړم
نن سبا به يې تر لښتو لاندې مړ شم
اوس بايد چې کور او کلی پرې خبر کړم
زه چې خدای کړم د هر چا ګزار ته نښه
څه ګيله به د غريب او زورور کړم
نن به زه " ملنګ جان " صبر نه کار واخلم
خپل فرياد به پاک الله ته په محشر کړم
څه لرمه چې د خدای په نوم يې ورکړم
چې طبيت د خان صاحب پرې برابر کړم
په زر درېزره جريمه قانع نه دی
مناسب وي چې يو چرګ ورميسر کړم
زما وږي نس ته نه ګوري خان غواړي
يه يارانو سلا راکړئ څه هنر کړم
په سلام او په ځار ځار نه پخلا کيږي
سل ګيز نشته چې له جئبه يې بهر کړم
نن سبا به يې تر لښتو لاندې مړ شم
اوس بايد چې کور او کلی پرې خبر کړم
زه چې خدای کړم د هر چا ګزار ته نښه
څه ګيله به د غريب او زورور کړم
نن به زه " ملنګ جان " صبر نه کار واخلم
خپل فرياد به پاک الله ته په محشر کړم