اسلامی ښوونه


داسلامی مشرانو خبری
1- د نادانانو څخه تیښته کوه . (لقمان حکیم رح )
2- د نن کار سبا ته مه پریږده. (لقمان حکیم رح )
3- د نورو تعریف په اصل کی ددی حقیقت اعلان دی چی هغه تاسره په بعضی خبرو کی موافق دی. (فارابی)
4- د نورو ښه ګڼلو په وخت کی یقین وکړه چی ځان ښه ګڼی.(فارابی )
5- د نیک کسانو نه په غیبت یاد مه کوه. (لقمان حکیم رح )
6- د نیکی آغاز تریخ او انجام یی خوږ وی . لیکن د گناه شروع خوږه او انتهای یی ترخه وی (معروفی کروخی)
7- د هر شی یو ښائست وی او د نیکی ښائست دادی چی فوراً وشی. (حضرت عمر فاورق رض )
8- د هرچا د ابرو او عزت خیال وساته او دهیچا ابرو ته تاوان مه رسوه. (لقمان حکیم رح )
9- د هرچا قدر وپیژنه . (لقمان حکیم رح )
10- د هغه چا سره شناخت کوه چی ځان یی پیږندلی وی. (لقمان حکیم رح )
11- د ټولو څخه زیات ښائست حسن اخلاق دی. یعنی د اخلاق ښه والی او ښائست. (اسمعی)
12- د ډیر خوراک څخه ځان بچ کړی ، چی دغه عادت د زړه نه کنډواله جوړی او د عبادت څخه دی منع کوی. ( حضرت عمر فاروق رض )
13- د ښمن دی عیبونه ښکاره کوی او دوست دی عیبونه پټوی، نو ددی لپاره دښمن له دوست څخه بهتره دی چی تاته فایده رسوی.(اصفهانی)
14- د ښځو په شان آرایش او فیشن مه کوه. (لقمان حکیم رح )
15- د یو دانا څخه چا پوښتنه وکړه چی په ځیناورو کی کوم یو خطر ناکه وی؟ وی ویل وحشیانو کی ظالم پادشاه او نورو ځناورو کی خوشامدگر. (نظام الملک)
16- د یونانی فیلسوف افلاطون څخه چا پوښتنه وکړه :چی هغه کوم قسم خبره ده چی که رښتیا او صحیح هم وی ویل یی ښه نه دی؟ وی ویل: د خپل ځان تعریف .
17- د یوی دقیقی لپاره فکر وکړه چی انبیاء او فلاسفه د څه شئ په تلاش کی وه؟ (ابن الرشید)
18- دا عجبه خبره ده چی خلگ د ورځی پنځه ځله خپل خوله پریمنځی مګر پنځو کالو کی خپل زړه نه پریمنځی. (ابراهیم بن ادهم رح )
19- دا څومره بده خبره ده چی ته په ظاهر کی شیطان ته بد رد وایی او په باطن کی ته دهغه دوست یی. (حضرت علی کرم الله وجهه)
20- داستاد او معلم ډیر قدر کوه. (لقمان حکیم رح )
21- داسی کار کوه چی که چیری خلگ دی ووینی نو شرمنده نه وسی. (حضرت عمر ابن الخطاب )
22- دالله ج څخه وویریږه ، تر څو د بل چا خوب درسره نه وی . حضرت علی اسدالله الغالب)
23- دانا هغه دی چی د دنیا د زرق او برق څخه دوکه نشی او دولت مند هغه دی چی د خدای په تقسیم باندی راضی وی ( شقیق بلخی)
24- دانسان تر ټولو غټه کارنامه داده چی خپل زړه او ژبه پخپل کنترول کی وساتی . ( امام غزالی رح )
25- دانسان تر ټولو لوی بوج او تکلیف دهغه خښم او غصه ده. (امام مالک رح )
26- دانسان قاتل د یو عقلمند قتل دی ، او د کتاب څیرل او ټوک ټوک کول د عقل قتل دی. (ابن حجر )
27- دانشمند هغه دی چی دالله تقسیم د پوهی آخره درجه وګڼی (ابن مطروح)
28- دبخیل دروازه صرف یوه میلمه ته خلاصه وی او هغه ملک الملک دی. (معین بن زاهد)
29- دتیری جګړی یادونه مه کوه. (لقمان حکیم رح )
30- دجسم راحت په کم خوراک د زړه راحت په کمه گناه او د ژبی راحت په کموخبرو (خاموشی )کی دی. (ماوردی)
31- دچاچی په امانت کی دیانت نه وی د هغه ایمان هم نه وی. (بخاری او مسلم)
32- دحضرت محمد (ص) آخری وینا دا وه چی په لمانځه کی پابندی ولری. او دلاس لاندی سره ښه سلوک وکړی. (ابوداود)
33- دحضرت محمد (ص) څخه یو چا پوښتنه وکړه ، چی مومن ډارن کیدلای شی؟ وی فرمایل : هو. بیا یی وویل چی بخیل کیدای شی ؟ وی فرمایل : هو. بیا یی پوښتنه وکړه چی دروغ هم ویلی شی؟ وی فرمایل : هیڅکله نه. یعنی مومن باید هیڅکله دروغ ونه وایی. (حدیث شریف)
34- دحضور (ص) مبارک وینا ده چی کوم شخص الله او آخرت باندی ایمان لری هغه د خپل ورور عیبونه ځما مخکی بیان نکړی. (المسلم)
35- دخبرو په وخت کی لاسونه مه ښوره وه. (لقمان حکیم رح )
36- دخپل شر څخه ځان خلاصول لویه کامیابی ده . (حضرت علی رضی الله تعالی عنه)
37- دخپلو دوستانو سره مینه کوه. (لقمان حکیم رح )
38- دخلکو دمال حساب مه کوه. (لقمان حکیم رح )
39- دخلکو مخی ته پوزه مه پاکوه. (لقمان حکیم رح )
40- دخلگو دایمان اندازه دهغوی د وعدو څخه معلومه کړه . (حضرت علی کرم الله وجهه)
41- دخیر په کار کی تأخیر او دشر په کار کی تعجیل مه کوه. (لقمان حکیم رح )
42- درښتیا سره مرگ له هغه ژوند څخه بهتره دی چی ددروغو په زور قایم وی. ( ابن قدامه )
43- دری تنه له دری شیانو څخه محرومیږی 1 عجله کونکی له کامیابی څخه 2 قهرجن له اقدام څخه او دروغجن څخه . (حضرت علی باب المدینة العلم)
44- دری خصلتونه د خیر سبب گرځی . اول رضأ په قیضأ. دویم په مصیبت کی دعاء . دریم صبر کول په ابتلاء کی ( امام غزالی رح )
45- دری د عاګانی یقیناً قبلیږی. د مظلوم دعاء د مسافر دعاء او د نافرمانه اولاد په خلاف دپلار دعاء (مسلم او بخاری شریف )
46- دری رقم انسانانو باندی رحم کوه اول هغه چی دعزت خاوند باندی چی ذلیل شوی وی دوهم هغه عالم باندی چی گمراه شوی وی او دریم هغه امیر باندی چی غریب شوی وی. (حضرت محمد ص )
47- دری شیان انسان تباه کوی. ( حرص، حسد او غرور.(غزالی رح)
48- دری شیان په دری شیانو کی پیداکیږی. 1 شرافت په تواضع کی 2 عظمت په تقوا کی او سکون په قناعت کی. (امام رازی رح )
49- دری شیان دری کسان تباه کوی 1 بخیل دمال له لاسه تباه کیږی 2 بی کاره ځوان د خپل جمال له لاسه تباه کیږی 3 او عالم د همه دانی دخیال او فکر له لاسه تباه کیږی. ( ابن الانیر)
50- دری شیانو څخه زړه سختیږی. 1 ډیر خوراک 2 ډیر خوب 3 آرام پسندی. (حضرت محمد ص )
51- دسخت گفتار په سبب لکه وریښمو غوندی نرم زړه هم کلک کیږی. (امام غزالی رح )
52- دسختی په وخت کی دوست و ازمایه. (لقمان حکیم رح )
53- دشاتو مچی (زنبورعسل) مونږ ددی لپاره خوښوو چی نورو ته کار کوی . (جاحظ)
54- دشپی لمونځ (تهجد) ژوند ته رونق او روڼائی ورکوی . (حضرت علی ابن ابی طالب)
55- دعالم یوه ورځ د جاهل د تمام عمر څخه بهتره ده .
56- دعلم زینت حلم دی ، او دقوت زینت تواضع ده . (ابن عبدربه)
57- دعلم که کوم شاخ وی د اختلاف څخه بغیر هغه وزرونه نشی خپرولای. (شعبی)
58- دعوامو نیک بختی او بد بختی د هغوی په رهبرانو پوری تړلی ده (همدانی )
59- دغماز ژبه د لړم دهغه نیښ غوندی ده چی پکی اور غوندی زهر دی. (احنف)
60- دقرآن داسی یوه دریچه (کړکی) ده چی مونږ بله دنیا (آخرت) ورڅخه ګورو. (امام احمد حنبل رح )
61- دقیامت په روځ دمومن په تاله کی ترټولو دروند شئ . ښه اخلاق دی. (ترمذی)
62- دقیامت په ورځ عادل حاکم به الله ج ته ډیر نژدی وی او ظالم حاکم به ډیر لیری وی. (ترمذی)
63- دلمر د رڼا څخه دکائناتو لوړی ژوری په نظر راځی او دحکمت د رڼا څخه د ژوند لوړی او ژوری لیدل کیږی. (عمر خیام )
64- دمشرک مثال داسی دی لکه چی یو انسان د اسمان څخه لاندی را ولویږی. لاری کی یی الوتونکی هغه ونیسی. او یا دډیری تیزی څخه یوډیر لیری ځای کی وغوځیږی. (قرآن کریم)
65- دمصائبو څخه مه وارخطا کیږه. ځکه چی ستوری په تیارو کی ځلیږی. (جمال الدین خوارزم شاه)
66- دمصائبو څخه نارینه پیداشوی او عیش څخه ځناور پیداشوی دی.( مقریزی )
67- دمغرور حاکم په دروازه کی انتظار تر ټولی سخته ابتلا او بلا ده . (حضرت علی کرم الله وجهه)
68- دملک په سرحدونو باندی یوه شپه پهره کول ددنیا او ما فیها څخه بهتره دی.
69- دمومن مددگار دری شیان دی 1 ذکرکونکی ژبه 2 شکرگذاره زړه 3 نیکه ښځه . (حضرت محمد ص )
70- دمړی بد مه وایه ځکه چی هیڅ فایده نلری. (لقمان حکیم رح )
71- دمیلمه خدمت کوه ځکه چی واجب دی. (لقمان حکیم رح )
72- دنورو خلکو دهغو عیبونو تشهیر مه کوی کومو چی الله ج پرده اچولی ده . ( علی )
73- دنیا د آخرت کرونده ده نو ته داسی کښت وکړه، چی هم دی ددنیا په ښه راشی او هم دی د آخرت. (دکتور یوسف قرضاوی)
74- دنیک سړی لپاره مرگ راحت دی او دبد سړی له مرگ څخه دنیا ته راحت دی. (حضرت علی کرم الله وجهه)
75- دهغو حاکمانو څخه چی ځما څخه وروسته راځی په الله ج پناه غواړم . هغه دچاپلوسانو له خوا محصور شوی وی چی دهغه دروازو ته بار بار راځی هغوی په ظلم کی ددی حاکمانو مدد کوی او د دروغو خبرو تصدیق یی کوی. هغوی ځما نه دی او نه زه دهغو یم. (ترمذی نسائی)
76- دوست په تاوان امتحان کړه. (لقمان حکیم رح )
77- دوست پیدا کول آسان دی خو دوست ساتنه سخته ده. (کاتب)
78- دوستی پنځه شرطونه لری . 1- په ښکاره او غیاب کی ستاسره یو شکل رفتار وکړی. 2- ستا آبرو خپل آبرو و ګڼی 3- ستا بی عزتی خپله بی عزتی وګڼی 4- که کوم مقام او ثروت پیدا کړی نو ستا سره خپل رفتار ته تغیر ورنکړی 5- ستا سره دهیڅی مرستی سپما ونکړی. (امام صادق رح)
79- دوطن خرڅونکی دهغه احمق په شان دی چی دمور او پلار مال په غلو باندی لوټ کړی ، بیا نو نه مور او پلار هغه بخښی او نه غل تری تشکر کوی. (علامه زمخشری)
80- دولت د دری شیانو نوم دی . اول علم دویم شرافت دریم عبادت ( ثعلبی )
81- دوه شیان مراعت کړی یو انصاف دقضاوت په وخت کی او بل انصاف د تقسیم په وخت کی. (حضرت عمر ابن الخطاب رض)
82- دوه شیان ناشونی دی اول د مقدر رزق نه اضافه خوړل او دمعلوم وخت نه مخکی رحلت کول. (سعدی)
83- دوه نعمتونه دی چی ډیر خلګ پری خطاوتلی دی هغه صحت او فراغت دی. (الحدیث)
84- دوی سترگی د جهم د اور نه بچ پاته کیږی.یو هغه چی د الله له ویری اوښکی تویوی بل هغه سترگی چی ټوله شپه ویښ وی او دخپلو سرحدونو پاسبانی کوی. ( ترمذی)
85- دځوانانو احترام کوه څکه دهغوی گناهونه کم وی. (داتا گنج بخش رح )
86- دځوانی په موسم کی د دواړو جهانو کار وکړه. (لقمان حکیم رح )
87- دښائست عمر داسی وی لکه دګل لنډ او په زړه پوری خو د دوستی روح داسی وی لکه د شاتو سخت او ابدی او خوږ. (کاتب)
88- دښمن څخه یو ځ وډار شه او ددوست څخه سل ځله. ځکه که دوست دښمن شو نو دهغه گذار به ډیر خطرناک وی .( ابن الفرات )
89- دی دولت سره به کوم احمق مینه وکړی چی د دنیا کی ورته بدمستی او آخرت کی ورته د جهنم اور او عذاب ورکوی. (نظام الملک)
90- دیو عالم طاقت د یو لک جاهلانو څخه زیات وی. (بایزید بسطامی رح )
91- دیوه ساعت علم د لسو کالو د مصیبتونو څخه خلگ ساتی. (ابن عربی )
92- دیوه هوښیار سړی نه چا پوښتنه وکړه چی ستا اختر کله دی ؟ هغه ورته وویل هغه ورځ چی زه دالله ج نافرمانی ونه کړم . (بهاوالدین عالی رح )
93- زاړه لرگی د سوځولو لپاره ، زاړه شراب د مستولو لپاره، زاړه دوستان د اعتماد لپاره او زاړه مصنفین د مطالعی لپاره بهترین وی. (حکیم عمر خیام نیشابوری)
94- زنه یا زنخدان په زنګون مه پریږده. (لقمان حکیم رح )
95- زه په دنیا کی لکه داسی یو مسافر یم چی د یوی ونی لاندی آرام کولو لپاره کوز شم او ماښام بیا مخکی خواته و خوځیږم. (ترمذی)
96- زه تر هغه وخته د نرمی څخه کار اخلم ترڅو چی په سختی کولو مجبوره نشم (خلیفه ابو العباس سفاح)
97- زه دهر دښمن دحملی څخه بچ شوی یم ، لیکن دخپلو گناهونو له گذارو څخه هیڅ رقم بچ شوی نه یم. (صلاح الدین ایوبی فاتح قدس اسیر)
98- زه فقط هغه چا ته دوست وایم چی د خپل دوست په صلاح کی لگیا وی. او دهغه د خوشبختی فکر ورسره وی. ( کاتب)
99- زه هغه علم او پوهه په یوه پلوړ نه اخلم چی غازی له توری او سپر نه بیګانه کړی. (علامه اقبال لاهوری رح)
100- ژبه وره ښځه تر ټولو لوی عذاب دی. (حریری)