قيام الدين خادم
مرحوم قيام الدين خادم په ۱۲۸۶لمريز کال دکامي ولسوالی په يوي روحاني کورنۍ کښې دنياته سترگې پرانيستي دي . دخادم صاحب پلار مرحوم ملا حسام الدين اخوند پخپله سيمه کښي يو مشهور او پوه عالم و .
قيام الدين خادم لومړنۍ زده کړي پخپل کور کښي دخپلو والدينو څخه تر سره کړيدي . خادم صاحب داسلامي علومو زيات شمير کتابونه لوستي وه ؛ هغه صرف ،نحوه ،منطق حکمت ،فقه ،حديث ، تفسير اونور مروجه علوم يي لوستلي دي . هغه دديني پوهي دترلاسه کولو لپاره 15 کاله دهيواد په داخل او له هيواد نه بهر سفرونه کړېدي .
ارواښاد خادم صاحب دلومړي ځل لپاره په ۱۳۰۴لمريز کال دکامې په ابتدائيه ښونځۍ کښي دښوونکي په توگه دندي په سرته رسولو وگمارل شو. پسله څه مودې هغه هندوستان ته سفر وکړ تر سفر وروسته کله چې وطن ته ودباره راوگرځيد دجلال آباد په يوه ښوونځۍ کې دښوونکي په توگه مقرر شو.
خادم صاحب دوه نيم کاله په لواړگه کې اوسېده ،همدلته دشاعرۍ ،ليکوالی او ادبياتو سره دهغه مرموزي علاقي انکشاف پيداکړ ،همدلته په لواړگه کښي ېې کوزده او واده وکړ .
خادم صاحب په ۱۳۱۲لمريز کال دلواړگي نه دکندهار ولايت ته ولاړ او هلته دکندهار دپښتو ادبي انجمن دغړې په توگه وگمارل شو. په ۱۳۱۴ لمريزکال داسد دمياشتي په ۲۵ نيټه دهغه وخت ددولتي اړونده چارواکو په امر او دستورد((پښتو ادبي انجمن ))له کندهار څخه کابل ته انتقال وموند ، چي په ۱۳۱۵ لمريز کال دغه انجمن په ((پښتو ټولنه )) ونومول شو . خادم صاحب دري مياشتي د((زيري )) داخبار دنشر ولو مسؤليت پر غاړه درلود . په ۱۳۱۸لمريزکال دتاليف او ترجمي دشعبې مدير مقرر شو ،اوپه ۱۳۲۰ لمريز کال دپشتو ټولني دعمومي رياست مرستيال اوپه ۱۳۲۱لمريزکال داتحاد مشرقي مدير اوپه ۱۳۲۴لمريزکال ددايره ت المعارف دترجمي مدير مقرر شو. په ۱۳۲۵لمريز کال دتعاوني ډيپو دتفتيش لوي مدير وټاکل شو ،څه وخت وروسته دهرات ولايت ته ولېږل شو . په ۱۳۲۹ لمريزکال دکندهار دطلوع افغان مدير په توگه وگمارل شو . په ۱۳۳۰ لمريزکال دکابل مجلې دچلوونکې دنده ورپغاړه شوه ،په ۱۳۳۱لمريز کال دسروبي دبرېښنا دفابريکې دکوپراتيف لوي مدير مقرر شو.
په۱۳۳۲لمريزکال خادم صاحب د((اصلاح)) دورځپاڼي دمسؤل مدير په حيث وټاکل شو. خادم صاحب په مختلفو ددولت ي دندو گمارل شويدۍ اوپه مختلفو ځايو کښي يې دندي سرته رسولې دي ،دبيلگې په توگه داصلاح دورځپاڼي دمدريت ددندې تر سرته رسولو وروسته هغه څوکاله دپښتو ژبې دکورسونو مدير او په عين وخت کښي د((زيري)) داخبار دچلوونکي دنده هم پر غاړه درلوده . ارواښاد استاد قيام الدين خادم د پښتو ژبي او ادب يو پياوړى ليكوال، شاعر او پوه عالم و، او پدې لاره کښي يې زيات زيار ايستلۍ . خادم صاحب په رښتيا سره دپښتو ژبي او ادب خادم و ،په همدي دليل هغه د پښتو ژبي او ادب د ځلانده آسمان يوله روڼو ستورو څخه گڼل کيږي . استاد د پښتو ژبي او ادب په باب پوره او په زړه پوري منظوم او منثور آثار ليكلي اويوه ښه علمي ذخيره يې زموږ دهيواد راتونکي نسل ته پرې ايښې دي، چي اوس د پښتو ژبي او ادب ليوال ورباندي وياړ ي .
د ارواښاد استاد خادم د منظومو او منثورو آثار وډير په زړه پوري کتابونه ليکلي او څورلس ځانگړي اثار يي چاپ شويدي چې دهغه جملې نه يې يو شمير لکه دکوچنيانو اخلاقي پالنه،روهي گلونه، دمر غلرو اميل ،نوی ژوند، مکارم الاخلاق،،پښتونولي،بايزيد روښان ، خيالي دنيا دشريف سرگذشت او نبوغ او عبرقربت دچاپ بخت موندلۍ او يو شمير نور اثار يي لاتر اوسه دهغه دخپلوانو په کورونو کې کښي ممکن په تاخچو اويا هم الماريو کښي دچاپ په انتظارزاړه سوې وي . "خيالي دنيا" دخادم صاحب ډير مشهور اثر دۍ چې دده د منثورو آثارو مجموعه ده ،دغه اثر ته د ادبي ټوټو مجموعه هم ويلاى سو.
خيالي دنيا په 1339 هجري شمسي كال د پښتو ټولني له خوا د زرو ټوكو په تيراژ په 94 مخونو كښي د دولتي مطبعې له خوا چاپ سوى دى، د كتاب د ټولو ادبي ټوټو شمېر (( شپږ پنځوسو)) ته رسيږي چي هره ادبي ټوټه يې د افغاني ټولني كړه وړه تمثيلوي.
د كتاب ادبي ټوټو هره يوه يې دخپلي معنا اوهغومفاهيمو له مخي چې پكښي ځاى سوي دي د پښتو ادب د پراخه بڼ رنګارنګ ګلان ګڼل كيږي . كه دغه اثر په دقت ولوستل سي يوه لوى سمندر ته ورته دى چي هر څه پكښي موندل كيږي . خادم صاحب پدغو لنډو ادبي انځوروکښي مينه ، محبت، د ټولنيز ژوندرازونه ، آزادي، انتقاد، پرمختګ، عبادت، هنر او د ژوندانه ټولي لاري چاري لوسونکي ته ورښيي.
مرحوم خادم صاحب په اردو،انگليسي او عربي ژبو بلد و ،دهمدغو ژبو په مرسته هغه ديوه کنجکاو او پلټونکي انسان په توگه تلاښ کاوه دډيرو شيانو په راز ځان پوه کړي ، کيداي شي دهغه دبرياليتوبو درازونو څخه يو هم همدا وبولو .
خادم صاحب نه يوازي د علم او پوهې په ډگر کي افغان ولس ته خدمت کاوه بلکه په سياسي ډگر کښي هم دهيواد دسياسي څيرو په قطار کي ورته دقدر په سترگه کتل کيده .
ښاغلی غبار د((افغانستان در مسير تايريخ )) دوهم ټوک په ۲۳۸ مخ کښي ليکې : په ۱۳۲۶ لمريز کال يوه سياسي گوند دويښ زلميانو په نامه علني فعاليت پيل کړ . ددي گوند بنسټ ايښودونکی او مشران په کابل ،کندهار او ننگرهاکي دا کسان يادوي : عبدالروف بينوا،گل پاچو الفت، فيض محمد انگار ،نورمحمد ترهکي ،غلام حسن خان سپي ،( اين دونفر اخير ازدسته عبدالمجيد زابلي بودند) ،محمدرسول خان پشتون،عبدالشکورخان رشاد،عبدالهادي توخي ،محمدانورخان اڅکزائي ،قاضي بهرام خان ،غلام جيلاني خان ،قاضي عبدالصمد خان ،فتح محمد خان، خټگر، نور محمد خان قاضي خيل،محمد ابراهيم خواخوږۍ،محمد ناصر خان لعل پوري، صوفي ولي محمد خان، آغامحمد خانکرزی ،محمد موسي خان شفيق ،غلام محمدخان پوپل ،محمد طاهر خان صافی ،قيام الدين خان خادم ، ارسلاخان سليمي وردگ ،نيلک محمدخان پکتيانی ،صديق الله خان رښتين، عبدالعزيز خان ،عبدلخالق خان واسعي ،محمد علم خان، نوراحمد شاکر، محمدرسول خان مسلم، محمد حسين خان رېدی، عبدالرزاق فراهي ،محمد نور خان علم ،عبيد الله خان صافی، گل شاه خان صافی، ظهورالله خان همدرد،محمدشريف خان قاضي ،عبدالمنان خان دردمند،آقامليا ،عبدالصمدخان ويسا ،محمد علم بڅرکی وچند نفر ديگر . منشي حزب در اوايل عبدالروف خان بينوا ودر اواخر عبدالرزاق خان فراهي بود. افغانستان در مسير تاريخ دوهم جلد ۲۳۸ مخ
د ( ۱۳۲۷ ش)کال د جوزا د مياشتی په اوومه د ويښو ځلميانو د تدارک د کميسون د لارښوونی له مخې د کندهار، ننګرهار او کابل يو شمير ادبی او عرفانی ملګرو لکه عبدالرؤف بينوا، فيض محمدانګاز، نورمحمد تره کی، قيام الدين خادم، صديق الله رښتين، ګل پاچا الفت، نيک محمد پکتيانی، محمد ارسلان سليمی، عبدالقدوس پرهيز، ابو الحسن هزاره، پاينده محمد روهيلي، محمد ولی ځلمی، عطا محمد شېرزی، محمد طاهر تائب او ځينو نورو ليکوالانو او روښنفکرانو د موسسی کنګری غړو چې شمير يې دوه ويشتو تنو ته رسيدی د دارالامان په افشار وکې د عبدالمجيد زابلی دنوی تعمير په يوه سالون کې د ماسپښين پر دوو بجو د ويښو ځلميانو دگوند جوړولولپاره دبيلو بيلوولايتونو د نمايندګانو طرحي وړاندی شوی چې يوه يې د عبدالروف بينوا او نور محمد تره کی، بله يې د قيام الدين خادم او دريمه يې د صديق الله رشتين وه. لومړی يې مترقي او عصری، دوهمه يې ملی اوو طنی،دريمه يې مذهبی او کلتوری رنګ درلود. د زيات بحث وروسته د ټولو طرحو د مهمو مادو په ګډون پر دغو ټوکودټولو موافقه راغله : د اسلام او مشروطه شاهی نظام او د پاچاد مقام درناوی، د دولت د دروګونو قواؤ ترمنځ لکه اجرئيه، مقنينه، قضائېه تفکيک او بيلوالی ، دهغوي د حقوقو او صلاحيتونو ټاکل، د ازادو انتخاباتوپر اساس درابلل شوي لويی جرګی د لاری د وخت دغوښتنو سره سم په اساسي قانون کې تعديلات او تغيرات راوستل ، داساسي قانون پلي کول، د علم او معارف خپرېدل او پراختيا، د مطبوعاتو، دفکر او بيان د آزادۍ تظمينول، د هر ډول نژادي، ژبني، او سيمه ايزو تعصب او لوړتيا غوښتنومخه نيول، د قانون په واسطه د افرادو طبيعی اوټولنيزو حقوقو تأ مينول، ظلم، رشوت، پټي سوداگری (قاچاق) او بی عدالتيو سره مبارزه کول، په ټولنيز ژوندکې د افراط او تفريط څخه ډډه کول، د تخنيک اوصنعت رواجول، په هېواد کې دهر چاله پاره د کار او تعليم د زميني برابرول، د کارګرو او بزګرو حقوق، اقتصادی او زراعتي اصلاحاتو ته پاملرل، د موهوماتو او مزخرفاتو سره مجادله کول، د ملی ژبی پښتو او پښتونستان د ملی خودارديت پرننګه درېدل، د بشر د حقوق د اعلاميې او بين المللي صلح او سلم غوښتل او په عملی صورت بې تطبيقول .
بڅرکی صاحب په پورته يادشوي کتاب کې ليکلې چي دويښ زلميانو دجنبش لومړې مرام په ۱۳۲۷ او دوهم يي په ۱۳۲۸ لمريزکال دزمري دمياشتي په ۲۷ نيټه تصويب شوېدی . گران لوستونکي محمد علم بڅرکی (( ويښ ځلميان دافغانستان يو سياسي تحريک)) په نامه کتاب کښي دخادم صاحب او پښتو ادب دشپږو ستورو دسياسي فعاليت په اړوند معلومات تر لاسه کولاي شي .
ارواښاد خادم دحقيقت دڅرگندولو سره مينه لرل ،تل يې هر څه بربنډ ويل . خادم صاحب په زيات شمير ادبي او علمي محافلو کې برخه اخيستې ده ،او کله کله ددولت اړونده ا رگانو لخوا په ستاين ليکونو او ډاليو سره نازول شوۍ او ستاينه يې شوېده .
مرحوم خادم دفلسفي اند او علمي شخصيت څښتن و،هغه په رښتيا سره دخپل ولس سره مينه درلوده او دهغه خدمت يي په ډيره خوښۍ سره کاوه.
هغه د هر ډول مشكلاتو او سختيو په مقابل كښي د مقاومت، صبر او حوصلې لارښوونه كول .
استاد خادم دمعاسرو ادبياتو دهغو پنځو ستوروڅخه وچې دپښتو ادب او کلتور يي ځلولۍ دی ،اوديوه داسي ويښ زلمي په احساس يې دپښتو ادب چوپړ کړۍ چې دنن زلميان يې درناوۍ کوي .
مرحوم بينوا صاحب ليکي (( ښاغلی قيام الدين خادم په اوسنيو ليکوالو او شاعرانو کې دقدامت او مشرتوب حق لري ،دافغاني پوهانو او اديبانو په لومړۍ ډله کښي دريږې)) .
ارواښاد کانديد اکاديميسن سر محقق صديق روهي دده په اړه په خپل کتاب دپښتو دادبياتو تاريخ کي ليکي . (( کله چې دويښ زلميانو پر ادبياتو باندي بحث کيږي نو لومړی ځل پاره دحبيبي، الفت ، بينوا ،خادم ، رښتين او رشاد نومونه په ذهن کې تداعي کيږي ،ځکه چې دپشتو دمعياري ژبي ، ليکدود((املأ)) او ادبي سبک په پالنه کې ډير ستر خدمتونه تر سره کړي او زيات شاگردان يې روزلي دي .
لوي استاد ((حبيبي ))او فاضل استاد ((رشاد)) دواړه دادبي او تاريخي څيړنو سر لاري اوپه خپله برخه کښي دتبحر په لحاظ بې ساري دی .محترم استاد پوهاند رښتين هم په گرامر او ادبي تاريخ کې لوي لاس لري . الفت ،بينوا او خادم که څه هم ادبي څيړني تر سره کړي خو هغوي زياتره درښتيا ددورې دنامتو شاعرانو په توگه شهرت لري )) روهي صاحب داهم زياتوي چې (( خادم صاحب دپښتو او پښتونولۍ اودهيواد له ترقی سره ډيره مينه درلوده،هغه دښو احساساتو خاوند اودلهجې سراحت يې درلود .
استاد خادم په اوسني ليکوالو کې خپل ژوند ليک خپورکړی دی ،په يوه برخه کې يې د(( زما پر حيات انتقادات)) تر سر ليک لاندي داسي ليکلي دي : په ژوندانه کې هيڅوک له انتقاده نه دی خلاص هغه انتقادونه چې په مايي خلک کوي دادي :
۱/ وايي نه منونکی سړۍ دی . دا انتقاد په ماباندي زما والدې هم هر وخت کاوه ،مگر زما جواب داو چې که زه منونکی واي خوزه به هم دنورو خلکو غوندي واي . په ورکوټوالي به مي دمور سره تل په دې جنگ و.دې به ويل : خلک داسي کوي اوته داسي،مابه ويل چې : ( خلک راته مه يادوه خلک خو هر حه کوي ! ! ! .)
۲/ وايي ډير بحث کوي اونه قانع کيږي . . . دا خبره نشم فيصله کولاي چې دادخلکو قصور دی اوکه زماعيب؟ استادان به هم زما پوښتنو ته اريان وو،زه پخپله هم پدې قانع يمچې بحث مي خوښ دی، مگر په اساسي او اصولي خبرو. نه مطلق بحث . . .
۳ / وايي ((سر شوخه دي)) مگر دوستان مي وايي ادبي شجاعت لري .په ورکوپوالي کې راته خلکو ويل چي ((کلانکاردی )) ولي په آزادی خو زه په خپله هم قايل يم او دا ځکه چي دا طبعي بار زماپه ورميږ نشته .
۴ / هو،په دي يوه گناه زه پخپله هم قانع يم چې هغه دحقيقت مينه بايد وبولم .
خلک په امورو کې دنورو نورو ملاحظاتومراعات کوي ،مگر زه په حقيقت او واقيعت پښې نشم ايښوداي. ما خپل دغه عادت په هغه نظم کې چي (دشاعر مسلک) يي نوم دی شه تصوير کړی دی .
زه داټولي خبري اورم مگر دځان سره وايم : ((ډيري خولې ډيري خبري )) .
روهي صاحب ليکې داپورته ليکنه دخادم صاحب دنثر نمونه هم کيداي شي ؛ دده په نثر کي ايجازليدل کيږي اودځينو ليکوالو په شان دحق الحمې دپاره خبره نه اوږدوي ،بلکه نيغ په نيغه خپل مطلب بيانوي . پاي
يادونه : درنو لوستونکو! له بده مرغه دټولو هڅو او زيار تر څنگ مې ونشوه کولاي دخادم صاحب دژوند ليک په اړوند هغه څه راټول کړم کوم چي ما اړين بلل . پدي کار کې زه دځان لټي نه بلکه دامکاناتو او په بهر کي دعلمي او تاریخي کتابونود زيرمتونو دنشتوالي عمده لامل بولم . نه پوهيږم چې ولي زموږ دژبي دداسي ليکوالو دژوند په هکله دومره کم څه ليکل شوي دي ؟ چې دلوستونکي تنده نشي پري ماتيداي .
تر کومه ځايه چې گران لوستونکي خبر دي دخادم صاحب اولادونه په امريکا کښي اوسې هيله مي داده چې هغوي دخپل پلار دژوند ليک په تکميل کولو کې مرسته وکړي .
حبیب الله غمخور
امان الله سېلاب ساپی
شهيد امان الله سيلاب "ساپی" د خدای بخښلي وکيل صاحب شهيد نصرالله خان "ساپي" زوى او دمرحوم مفتي عبدالغفور خان لمسى په 1312هـ ش كال د ننګرهار ولايت د كامې ولسوالۍ په غازي كلي كې زيږيدلى و.
زده کړې
ده لومړني درسونه په خپل كلي او د كورنۍ په غيږ كې ولوستل او بيا د اخوند كلي په ښوونځي كې شامل شو. په 1325 ش كال يې ابتدايي زده كړې په دغه ښوونځي كې په بري پاى ته ورسولې. تر دې وروسته يې شپږ كاله خصوصي زده كړې وكړې. په دې خصوصي زده كړو كې يې د فقهې اصول، تفسير، حديث، صرف، نحو، بديع، بيان، قافيه، منطق او حكمت كتابونه ولوستل. امان الله سيلاب ساپی په 1331 هـ ش کال کې په كابل كې د قاضيانو مدرسې په دويم ټولګي كې شامل شو. بيا د همدې مدرسې له درييم ټولګي نه د عربي دارالعلوم نهم ټولګي ته ولاړ
دندې
په 1336 هـ ش کال كې يې دا دارالعلوم په بري سرته ورساوه او بيا يې د هېواد په دولتي ادارو كې په كار پيل وكړ. د ده لومړنۍ وظيفه د افغانستان د عدليې په وزارت كې وه. په دغه وزارت كې لــه څه وخت كار نه وروسته د افغانستان د ټولو ترانسپورت رياست ته ولاړ. د دې رياست په مربوطاتو كې يې هم د عمومي مديريت تر رتبې پورې كار وكړ. له دې رياسته د قبايلو د مستقل رياست مربوطاتو ته ولاړ. په دې رياست كې هم څه موده مصروف و. تر دې وروسته د راډيو افغانستان مربوطاتو ته لاړ او بيا د ژوند تر پايه پورې په راډيو كې پاتې شو.
ادبي ژوند
كه څه هم سيلاب ساپي لــه پخوا نه په شعر ويلو پيل كړى و. په دار العلوم كې يې د زده كړې په دوران كې ادبي استعداد غزونې وكړې. كله يې چې په كار پيل وكړ شعر يې د پخواني او هنري تابه پړاوونه ووهل او چې كله په راډيو افغانستان كې كارته شامل شو د افغانستان په فرهنګي حلقو كې د يو هنرمند غزلبول شاعر په حيث پيژندل شوى و. په راډيو كې كار او ډراديو افغانستان په ادبي پروګرامونو كې برخې اخيستنې او د موسيقۍ لــه څپو سره د خوږ ژبو هنرمندانو په آوازونو كې دده د غزلو او ليريكو شعرونو خپرېدو د افغانستان او ورسره د نورو پښتنو په ګڼو پرګنو او ولسونو كې دده له پيژندګلوۍ او شهرت سره زياته مرسته وكړه. سيلاب ساپی د راډيو د كار په دوران کې نه يوازې د يو شاعر ، بلكې د يو ليكوال، مبصر او لــه فرهنګي مسايلو سره د علاقمند په حيث د كابل او د افغانستان په نورو سيمو كې يوه پيژندل شوې څېره وه. ده دا وخت په پيښور او نورو ځايونو كې په فرهنګي او هنري غونډو كې برخه اخيسته. سيلاب ساپي دراډيو په څانګو كې د كار په دوران كې ځينې مشاعرې هم په كتابي شكل چاپ ته آماده كړې. (د اجمل په ياد مشاعره) او (د خيبر آواز) د ده د دغه ډول كارونو نمونې دي.
چاپي آثار
د سيلاب ساپي شعرونه او ترانې د هېواد په مطبوعاتو كې خپاره شوي وو د شپيتمو كلونو په دوران كې ښاغلى سيدجان ملال د سيلاب ساپي د غزلونو يوه مجموعه چاپ ته آماده او په كابل كې چاپ كړه.
مړينه
سيلاب ساپی د 1357 هـ ش كال د قوس په شپاړسمه د وخت د حاكمانو لــه خوا د هيواد پالنې او د پردو د غلامۍ نه منلو په تور ونيول شو او لــه وهلو، ټكولو او شكنجو وروسته يې د دهمزنګ محبس ته بوتلو، پنځه مياشتې يې په دې محبس كې تېرې كړې وې، تر دې وروسته يې بيا څوك په پته پوه نه شول او د 1358 هـ ش كال په جريان كې د وحشي کمونستانو له خوا شهيد شوى و.
لېونۍ مينې کړم اشــــنا د بـيـابـانـه ســره
پــرېــږدۍ چـــې ګــرځـم لېونی پـه غـرونو
اوس راتـه غـرونه ګــړنګــونه
ښـــکاري د مينې محـــــلونـــه
د غره په ســر کېږدۍ وهمه دجانانه سره
پــرېــږدۍ چـــې ګــرځـم لېونی پـه غـرونو
د چـــــــا د شـــوخ نـظـر لـپــاره
پــه غـــرونـو ګــرځـم نـاکــراره
ماته دی غوره ببر سر څيرې ګرېوانه سره
پــرېــږدۍ چـــې ګــرځـم لېونی پـه غـرونو
د لـېـونـــــۍ مينې لـــه لاســـه
نـاسـت يم د غم د غره د پاسه
د تـصور پـه ټـال زنګيږم د خپل ځانه سره
پــرېــږدۍ چـــې ګــرځـم لېونی پـه غـرونو
مينه کـې دومـره بـې پـروا يـم
چې اوس خوشاله په سارا يم
د مينې شـور مې لږېدلی د اســمانه ســره
پــرېــږدۍ چـــې ګــرځـم لېونی پـه غـرونو
(ســېلابـه ) زړه راتــــه ژړيــږي
وړې سلګۍ مې نـه ودريــږي
اخـــر بــه لاړ شــم لـه دنيا نه د ارمانه سره
پــرېــږدۍ چـــې ګــرځـم لېونی پـه غـرونو
-------------------------------------------------
ســتا د سـترګـو بـلا واخـلم بيا دې سترګې ولې سرې دي
پـــام چــــې وار دې خـــطـا نشــــي مـــا منلــي غــرغــرې دي
د ارزو جــــــوپــــه بـــاريــږي حـــــوصلـــــې وهــــــي ترپـکې
د امـيـد پــــه قـــــــافــلـــه کـــــې شـــــروع نــوې نـغــارې دي
ســـتـا د مينې د خــــــزانــه بس زمــــا ژونــــد تـــه بـهـانه ده
ګـــونـدې وخـتـه مــا شــيندلی پخپل سر خاورې ايرې دي
نـــازولــــــې لـېـلا راشــــــه د مجـنـون ګـــــرېــوان تـه ګــوره
دا بــــاران د مـلــغـلــرو کــــــــه د اوښــــــکـــو فـــــوارې دي
مخ دې بـلـې لمبې کـاندي خوله دې ګل شي بياغنچه شي
ځکـــه مــاتـه ډېــــرې ګــــــرانـې د پتنګ بلبل نـخـــــرې دي
پس لــه ډېــــره شـــــواخـــونـه ســـتا لــه پلو نــه قــربـانـېـږم
د نکــــريــزو پـه جــــامـه کــې مــې قــربان د زړه قـطرې دي
چې په ژرنده مې ځان وړه کړو نو ايله مې وصال بياموند
د رنجــــو پــه نـوم مــې کـړې سـتا د ســترګـو نـنـدارې دي
چې اری تــه مــې ســر ورکــړو نـو اوربل تـه پـه خندا شوم
د ږمنځ پـــه رنـګ ښـــکل کـــړي زلفـې مـا خورې ورې دي
مـبـارک دې شـــه ( ســېلابه ) د وصـال اســــتازی راغــــــی
د رېـبـار ســـــــره دې کـــــړي اشــــنـا نــــــوې مشـــــورې دي
محمد موسى شفيق
محمد موسى شفيق په انګرېزي: (Mohammad Musa Shafiq) د مولوى محمد ابراهيم كاموى زوي پلارنى ټاټوبى يې د ننګرهار ولايت د كامې سيمه ده، خو پخپله په كابل كې چېرې چې پلار يې ډېره موده په دنده بوخت ؤو، په ۱۳۰۸ لمريز كال د جوزا په پنځمه نيټه وزېږد.
زده کړې
لومړنى زده كړى د كامې او كابل په ښونځيو كې تر سره كړې بيا وروسته د ننګرهار ولايت په نجم المدارس كې داخل شو، دوه كاله وروسته د كابل عربى دار العلوم ته لاړ چېرته چې ئې دولسم ټولګې خلاص او مولوى لوړ منصب یې ترلاسه کړ. له مدرسى وروسته په شاهي دار التحرير كې مقرر شو. څه موده وروسته د پوهنې وزارت له خوا د لوړو زدكړو د تحصيل لپاره مصر ته ولېږدول شو او هلته ئې په حقوقو كې ماستري تر لاسه كړه چې بيا د امريكى په لورې ولاړ او هلته ئې د بين الدول حقوقو په څانګه كې د نيويارك د كولمبيا پوهنتون څخه ماسترى او نړېوالو مسايلو كې د هاردوارد پوهنتون څخه د برى سند تر لاسه كړه.
دندې
هېواد ته په راستنېدو د كابل پوهنتون د حقوقو او سياسى پوهنځې كې د خاصو بين المللى او مقايسوي حقوقو تدريس په غاړه واخست.
د ده بهرنيو چارو وزارت مشاور او وروسته د وزير په توګه هم په پوهنتون د تدريس لړۍ وغزوله دلته ئې د بېن الدول خصوصي حقوق سر ليك لاندې كتاب په ۱۳۴۴ كال كې وليكه ښاغلې شفيق په عدليه وزارت كې د قوانينو عمومي مدير په توګه ماموريت پېل او همداسى يې دا لړلې وغزوله ترڅو چې د تقنين د رئيس په توګه ئې دغه بهير د وخت او عصر د نويو غوښتنو سره برابر كړه.
ده په يونان كې د حقوق پوهانو په نړيوال كنفرانس او په لاهور كې د مستشرقينو په كنفرانس كې په برخه اخستو په نړيوال غورځنګ كې د خپل هېواد استازيتوب وكړه او د ذروى وسلې نه لرونكو هېوادنو كنفرانس مشرتابه پر وخت يې په علمى ډګر كې د خپل هېواد شمله لوړه كړه. ارواښاد د يوه وتلى او بريالى د پلومات په توګه د افغانستان په سياسى افق كې وځلېده. هغه په جارجتون كې د ناپېليو هېوادنو د بهرنيو چارو وزيرانو په كنفرانس كې د افغان پلاوي د مشر په توګه پخپله وېنا كې د ناپېلتوب غورځنګ د استقامت په جوتولو د ټولو پام راوګرځاوه او جده كې ئې د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه كې خپله وېنا واوروله. د ملګرو ملتونو د عمومي ټولنى د ۲۷ مى غونډې مشرې په غاړه وه، او د درېمي نړى هېوادنو د حقوقو په ننګه يې انقلابى وېنا وكړه.
په قاهره، بېروت او خرطوم كې د افغانستان د سفير په توګه دنده ترسره كړى ده. ارواښاد په ۱۳۵۰- ۱۳۵۱ د محمد ظاهر شاه لخوا د ده د ايماندارۍ او كارپوهنې له مخې د هېواد د امړي وزير په توګه وټاكل شو.
ښاغلې شفيق په ادب كې هم خلاص لاس لرلو، او په خپلو ليكنو او شعرونو ئې د پښتو ادب ته ډېره ښكلا وربخلى ده. چه ښه بېلګه ئې د (پېغام) په نوم د پښتو شعري ټولګه ده، په لېكنو كې د لور قاتل، د شېطان برى، د پسرلي اختر ، او عرف د اسلامي فقهې له نظره د يادلو وړ دى.
د هېواد لومړی وزير
كله چې موسی شفيق د افغانستان د لومړي وزير په توګه وټاكل شو هېواد له ډېرو كړكېچونو حالاتو سره لاس او ګرېوان ؤو، د هېواد دښمنان هم دى حالاتو ته ځير او په كمين كې ورته ناست ؤو، هغوي چې كله د شفيق پوهه ده حالاتو مثبت بدلون او د هېواد پرمختګ وليد دا هغه څه ؤو چې دوى ته د زغملو وړ نه ؤو, هماغه ؤو چې خداى بخلې د ۱۳۵۲ كال د چنګاښ په كودتا كې د پرچميانو له خوا زنداني شو، له دونيم كاله زندان وروسته په ۱۳۵۴ كې له زندان راخلاص شو, خو دوهم ځل د ۱۳۵۷ د ثور په خونړۍ كودتا كې بندې او د همدې مياشت په ۱۱ نيټه د زندان تورو تمبو شاته يې د شهادت جام وڅښه.
چاپ شوي آثار
1. عبقريان او نورې کيسې (عبقريان و قصه های ديګر) - په پښتو او دري ژبو د داستانونو ټولګه - د کتاب چاپولو موسسه - ۱۳۴۶ ل. کال کابل
2. د ننګرهار شاعران - د ننګرهار د شاعرانو ژوندليکونه - د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت - چاپکال ۱۳۸۶ ل. کابل
مړينه
ته شفيق ئې، ته رفيق ئې ته موسى زمونږ د طور ئې | نوم دې ځكه د زړه سره خور د زړونو پر جهان شو | |
د افغان د عظمتونو درنه خونه تلاكيږي | ځكه خاورې په سر نولم د تاريخ څيرى گريوان شو. |
ډاکټر دولت محمد لودين
ارواښاد سرمحقق ډاکتر دولت محمد لودين په ١٣١٠ لمريز هجری کال د ننګرهار ولايت د کامې ولسوالۍ د انگرو په کلي کې نړۍ ته سترګې وغړولې.
زده کړې
لومړنۍ زده کړه يې د آخوند کلي په ښونځي کې بشپړې کړې او وروسته يې د کابل په دارالمعلمين کې خپلو زدکړو ته دوام ورکړ.
دندې
وروسته يې د شپږو کلونو لپاره د ښوونکي په توگه دنده تر سره کړه.ارواښاد لودين په ١٣٣٧ کې د کابل پوهنتون د ادبياتو په پوهنځي کې شامل شو. د فراغت څخه وروسته په پښتو ټولنه کې د نامزد مسلکي غړي په توګه وټاکل شو.
ددې دندې تر څنګ يې د ادبياتو په پوهنځي کې د تدريس چارې هم په غاړه درلودلې. نوموړي په ١٣٤٤ کال کې د پښتو د تدريساتو د لوی مديريت سرپرست او د دې دندې تر څنګ د زيري د جريدې مسول چلونکى هم و.
وروسته بيا هغه د پوهنې وزارت له خوا د هغه وخت شوروي اتحاد ته د لوړو زدکړو د بشپړولو لپاره واستول شو او په ژبپوهنه کې يې "پي اچ ډي" تر لاسه کړه.
مرحوم لودين د پښتو ټولنې په تاليف او ترجمې په څانګې کې او وروسته د اجتماعي پوهنو د لوی مدير په توګه دنده تر سره کړې ده. په ١٣٥٧ کال کې هغه د علومو د اکاډمۍ د ژبپوهنې د څانګې مدير او وروسته د پښتو څيړنو د مرکز ريس وټاکل شو.
ارواښاد ډاکتر دولت محمد لودين د افغانستان يو ستر ژبپوه، ادبپوه او مورخ وۀ.
نوموړی په پښتو، فارسي، روسی او انګليسي ژبو کې ډظر زيات آثار او مقالې ليکلي او د روسي او انګليسي ژبو څخه يې ډيرې علمي ژباړې کړي دي.
چاپ شوي آثار
1. د نننۍ پښتو ژبې احصايوې قاموس: په ١٣٥٣ کال کې د پښتو ټولنې له خوا چاپ شوی دی.
2. لغت پوهنه: په ١٣٥٥ کال کې د پښتو ټولنې له خوا چاپ شوی دی.
3. د پښتو ژبې عمومي احصايوې قاموس: په ١٣٦٩ کال کې په لنېنګراد کې چاپ شوی دی.
4. ټام ساير: له انګليسي څخه يې پښتو ته اړولی او په ١٣٤٣ کال د پښتو ټولنې له خوا چاپ شوی دی.
5. شيرشاهي تاريخ: له فارسي څخه يې پښتو ته اړولی او په ١٣٥٤ کال د پښتو ټولنې له خوا چاپ شوی دی.
6. په کلتوري انقلاب کې د عام او خاص ځانګړتياوي: له روسی ژبې څخه ژباړل شوی او په ١٣٦٧ کال د اطلاعاتو او کلتور د وزارت له خوا چاپ شوی دی.
7. غوره نثرونه: د ارواښاد ګل پاچا الفت نثري اثر دی چې په روسي ژبه ژباړل شوی او د علومو د اکاډمۍ له خوا چاپ شوی دی.
8. پټه خزانه: د محمد هوتک نثري اثر دی او ارواښاد لودين په روسي ژبه ژباړلی او د علومو د اکاډمۍ له خوا چاپ شوی دی.
مړپنه
ارواښاد دولت محمد لودين د يوې سختې ناروغۍ له امله د ١٣٧٨ د ليندۍ د مياشتي په ١٣ له دې نړۍ سترګې پټې کړې او د ننگرهار ولايت د کامې د ولسوالۍ د کندو قريې د انګرو کلي په هديره کې خاوروته وسپارل شو.
غوث خيبري
غوث خيبري (۱۳۱۲ ل.) (انګرېزي: Ghaus Khaibari) يو افغان ليکوال او د راډيو افغانستان د پښتونستان د خپرونې او د هند د آل انډيا راډيو د پښتو خپرونې پخوانی وياند دی. هغه د کيسو ګڼ شمېر کتابونه ليکلي او همداراز يې د مستندو تاریخي کيسو هم يو شمېر کتابونه چاپ شوي.
|
مخينه
نوموړی د پاينده ګل خان زوی او د شيخ عبدالرحمن لمسی دی چې په ۱۳۱۲ ل. هـ کال کې د ننګرهار ولايت د کامې د ولسوالۍ د سنګر سرای په کلي کې زېږېدلی دی. نوموړی د ډاکټر نجيب الله د واکمنۍ په وروستيو کالونو کې له افغانستان نه وتلی او د نورو افغاني کډوالو پشان کډوال شوی دی چې دم مهال د جرمني په هېواد کې د کډوالۍ شپې او ورځې سبا کوي.
مدني حالت
ښاغلی خيبري متحل دی او دوه زامن او څلور لوڼې لري. زامنو يې په هند او المان کې لوړې زده کړې کړي دي او په لوڼو کې يې درېو د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي او يوې يې د ښوونې او روزنې پوهنځی لوستی او بريليکونه يې تر لاسه کړي دي.
ځانګړي وړتوبونه
غوث خيبري د پښتو او دري ژبو تر څنګ په اردو او انګرېزي ژبو هم پوهېږي. هغه د افغانستان په دواړو رسمي ژبو (پښتو او پارسي) ګڼ شمېر کتابونه کښلي.
زده کړې
هغه خپلې لومړنۍ زده کړې د خپل ټاټوبي په لومړني ښوونځي کې کړي او منځوۍ زده کړې يې په کابل کې تر ۱۲ ټولګي سر ته رسولي. بيا د لوړو زده کړو لپاره هند ته تللی او هلته يې د ډهلي پوهنتون کې د هنرونو په څانګه کې خپل د لېسانس بريليک لاس ته راوړی.
دندې
لومړنۍ رسمي دولتي دنده يې په ۱۳۳۸ ل. کال کې په افغانستان کې پيل کړه او په همدې کال کې د کابل راډيو د پښتون غږ د راډيويي مجلې د مدير په توګه يې دنده سر ته رسولې. په هغه مهال د کابل راډيو نوم په افغانستان راډيو نه ؤ اړول شوی او د پښتون غږ مجله د کابل راډيو يو خپرندويه اورګان ؤ.
ښاغلی خيبري نيژدې اوه کاله په هند کې د آل انډيا راډيو د پښتو خپرونې وياند او د تاريخي ادبي مقالو ليکوال پاتې شوی. په دولتي چارو کې يې د لومړۍ رتبې نه پورته د مافوق رتبې او خارج رتبې پورې په لوړو دندو، له کورناستۍ (تقاعد) پرته خپلې چارې پرمخ بېولي دي. د هغه په نورو رسمي دندو کې د اطلاعاتو او کلتور د وزارت د پښتو د پراختيا د رياست د مرستيالۍ دنده، د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور د آمر او د ننګرهار د ورځپاڼې مسؤل مدير، د کندهار د اطلاعاتو او کلتور د آمر او د طلوع افغان د ورځپاڼې مسؤل مدير، د جمهوريت د ورځپاڼې د تدقيق مدير او د پښتو سرمقالو او فيچرونو ليکوال، د راډيو افغانستان د پښتونستان د اووه ساعته خپرونې د چلولو مسؤل، همدا رنګه د راډيو افغانستان د پښتونستان د خپرونې، د دې خپرونې د تاريخي، سياسي مقالو د ليکلو او خپرولو مسؤليت او دنده يې هم سر ته رسولې.
د ليکوالۍ ژوند
چاپ شوي آثار
- لکه های خون - د تاريخي لنډو کيسو ټولګه (د استعمار په ضد د پښتنو مبارزې)
- طوفانها - تاريخي ناول (د استعمار په ضد د پښتنو مبارزې) - چاپکال ۱۳۴۰ هـ. ل
- تفنګداران خيبر - تاريخي ناول (د انګرېزانو پر ضد د پښتنو مبارزې)
- ديوانه - عشقي ټولنيز ناول
- د اور لمبې - تاريخي ناول - چاپکال ۱۳۳۵ هـ. ل
- ابدالي توره - تاريخي ناول (په هند کې د ستر احمد شاه بابا د جګړو يوه ګوښه)
- اراکوزۍ پېغله او مقدوني سکندر - تاريخي ناول (د سکندر سره د يوې پښتنې اتلې جګړه)
- هغه وژړل - د تاريخي لنډو کيسو ټولګه
- پردېس - د کډوالو د ژوند يو انځور (د لنډو کيسو ټولګه)
- د کندهار ناوې - تاريخي ناول (د انګرېزي ښکېلاک په ضد د يوې پښتنې جګړه)
- د ګوګا منډه لېوان - د لنډو کيسو ټولګه
- پاکه وينه - تاريخي ناول (په هند کې د لودي پښتنو په اړه دی)
- قهرمان ميميرد - تاريخي ناول (د برتانيوي ښکېلاک په ضد د پښتنو مبارزه)
- د مرګ سندره - تاريخي ناول (د برتانيوي ښکېلاک په ضد د پښتنو مبارزه)
- لوی افغان شېرشاه سوري - تاريخي څېړنيز اثر
- د تيراه جګړه - تاريخي څېړنيز اثر (د انګرېزانو سره د پښتنو جګړې)
- سياسي دايرةالمعارف (پوهنغونډ) - ژباړه
- نوميالي افغانان يا د هند په تاریخ او مدنيت کې د افغانانو برخه - تاريخي څېړنيز اثر
- په افغانستان کې توپان - تاريخي سياسي څېړنيز اثر (په افغانستان کې د سياسي تاريخي پېښو بهير)
- پښتانه د کلتوري ښکېلاک په زنځيرونو کې - تاريخي سياسي څېړنيز اثر
- پښتانه د برهما، زردښت، بودا او اسلام په پېرونو کې - پوهنيز سياسي اثر
- پښتانه د افغانستان په افسانوي داستاني تاريخ کې - تاريخي سياسي څېړنيز اثر
- پښتانه د آريانا په کيسو کې - تاريخي څېړنې او ګروېږنې - چاپکال ۲۰۰۹ ز.
ناچاپه آثار
- د هند يادښتونه - تاريخي، سياسي، ټولنيز او څېړنيز اثر
- د آزادۍ سندره - د ادبي ټوټو ژباړه