یکشنبه، مرداد ۱۷، ۱۳۹۵

د کامی ولسوالۍ

كامه
د کامې ولسوالۍ د ننګرهار د ۲۲ ولسوالیو څخه یوه لویه او نژدی ولسوالی د کامې ده .چې د کنړ د سيند په امتداد موقیت لري.دغه ولسوالي په ډېرو لویو او وړو کلو مشتمله ده .چې د هغې جملی څخه ۵۲ لوې کلي دي.مرکز یی د سنګر سراﺉ کلی دی.د دغې ولسوالۍ لمر پرېوتو او سهیل خواه ته د کنړ مست او سرشاره سیند او لمر خاته خواه ته یی یوه برخه د نوموړي سیند او پاتې برخه یی د ګوشتې د ولسوالۍ علاقه ده. او شمال ته یی د غرونو سلسله ده .د کامې هغه برخه چې د کنړسپانده سیند په غاړه او یا ورته نژدې موقیت لري د لمدې غاړې په نامه یاديږي او هغه برخه چې د شمال خواه ته د غره په لمن کې د غره په امتداد موقیت لري د وچې غاړې په نامه یادیږي د کامې ولسوالۍ نن جلال کوټ ته ډیره نژدې ولسوالي ده خو یو وخت وو (۴۵ کاله پخواه) چې کامه د جلال کوټ څخه ډیره لری وه ځکه چې د کنړ په سیند او هم د کابل سیند پلونه نه وو اوډیرو کمو خلکو به خپل مشکلات د جالو او خیګانو په واسطه حل کول.یانې د ضرورت لپاره چې به څوک جلالکوټ او یا د سیند پوری خواه ته تلل نو د جالو او یا خیګانو په واسطه به د سیند څخه پوری وتل او بیا به خپل کار پسی تلل ان بیرته د راتګ په وخت کې به د جالو فکر ورسره وو .د کامې تقریبا هر کلي کې جالوانان وو .جالوانانوبه د څرمنو څخه خیګان جوړول .او هغې ته به یی د انار پوست او تیلو سره رنګ ورکولو.او د دوو څخه چې به یی زیات خیګان یو ځای سره وتړل هغې ته به یی جاله ویله .بدې جاله کې به خلکو خپل مالونه ،سودا او نور شیان ایښودل او خپله به هم پکی کیښناستل.او بیا به یی يه سیند کې خوشې کوله یو خواه او بل خواه به پوریوتل.نو پدې لحاظ د سیند د غاړې کورونو به ځانته ځانته د جالو ګودرونه درلودل.د سنګرسرای کلي هم یو د جالی ګودر لرلو.د دغې ګودر د سیند هغه غاړې د غره په لمن او د سیند په غاړه د انګریزانو د وخت یو سرک وو چې جلال کوټ سره وسل شوی وو.په دغه ګودر باندې په ۱۳۳۶ لمریز کال کې د ولس لخواه یوه جوړیزه بیړۍ د کیبل په واسطه تنابي شوه چې د سنګرسرای خلک به جلال ګوټ ته د تلو په غرض د دغې بیړۍ په واسطه د سیند څخه پوریوتل او بیا به جلال کوټ ته تلل.په دغه اساس یو څه اسانتیا پیدا شوه. کله چې د کابل په سیند (ننې بهسود) پول جوړ شو نو بیا د بهسودو د تنګي نوعې علاقه کې د کنړ په سیند پول جوړ شو چې نن د کامې د سیند په نوم یادیږي.نن یی تاسۍ پخپله ګورۍچې پدی سرک د هر قسم ګاډو حرکت روان دی.او د خد ای ج په فضل د کاموالو هر کور ته سرک رسیدلی او مشکلات یی حل دي.او نن جلال کوټ ته نژدې ولسوالي کامه ګڼل کیږي. کامه یوه زراعتي ولسوالي ده چې ځمکې یی د کنړ د سیند څخه اوبه څکي.د هر رنګ فصل کیدو ته اماده او تیاره ده. یانې یو وخت هم د کامې ځمکې بی فصله نه وي او د یو فصل په ځای په یو وخت کې د دوو او ځینی وخت د دریو فصلونو حاصل ورکوي.دا ځکه چې د کاموال خواري کښ دي او ځمکه یی اوبه ډیره لري. مهم زراعت یی غنم ،وریجې، ګني ،جوار ،پنبه ،موټ او سبزیانو کې بنډۍ ،فاصله ،الوګان ،کچالان ،پیاز،بادرنګ ،رومي اوبانجان دي.چې زیاته برخه یې جلال کوټ او کابل ته د خرڅلاوي لپاره وړل کیږي. او بزګران له دی لارې خپل ضرورتونه پوره کوي. د ژمي په موسم کې کرل شوي ګنو څخه د ګاڼیو پواسطه ګوړه جوړوي او بیا یی د خرڅلاوی د پاره جلال کوټ او کابل ته سوداګر وړي.او په نن وخت کې یو زیات مقدار ګني په پټو کې ولاړ او یا د ګارو څخه د ګنډیرو او شربتونو لپاره پخپلو پټو کې په سوداګرو خرڅوي.د غنمو په حاصل کې به ورته نورو خلکو وړه امریکا ویله ځکه چې د کامې غنمو به هم د کاموالو لپاره بستیا کوله او هم به نورو ډیرو ځایونو ته رسیدل. کامه کې د ثور د کودتا نه مخکې د لوکاټو،زردالانو او نارنجانو باغونه وو. خو څه رنګه چې کامه مرکز (جلالکوټ) ته ډیره نژدې وه نو د روسي ټانکونو او بمبارونو له کبله ټوله ورانه او ټولو اوسیدونکو پر یو مخ هجرت کړی وو. نو په دې اساس د کامې ټوله ځمکه شاړه ، ونې او بوټي یی وچ او ځای یی شړ او بیکاره بوټو ونیوو او ځنګل ترې جوړ شو.خو نن د خدای ج په فضل په کامه کې تقریبا ۱۵۰۰ باغونه نوی د زردالانو،الوچو،شفتالو،نارنجانو،لیمو،سره املوک او د نورو میوه دارو ونو کینول شوی دي.چې په دی کې ۱۳۴ باغونه رسیدلي دي د کامې اوسیدونکو زیاته برخه مومند(مهمند) دي او نور قومونه لکه ساپي،عبدالرحیم زي،ایراهیم خیل،لودین،احمدزي،سلیمان خیل،عرب،اخندزاده ګان ،صاحب زاده ګان هم استوګن دي په عمومی صورت سره د کامې خلک چې ټول په کاموالو مشهور دي ډیر غریب،خواريکښ،پراخه ټندې والا،میلمه پاله دي.هر یو کاموال د خپل کور په مخکې یوه دیره او حجره د خپل وس اوطاقت په اندازه لري کټ او بالښت پکې موجود وی میلمه ته په ښه اخلاص سره سټرمشی کوي او هرڅه چې تیار وي په پراخه ټنډه یی بې غرضه ورته وړاندی کوي. د غیرت او نارینتوب په هکله هم تاریخ لري چې د انګریزانو او روسانو په مقابل کې یی ژوندی تاریخ پورت دی. د پوهنې په هکله هم په مقایسوي لحاظ فیصدي یی لوړه ده.چې نن په کامه کې ۴ لیسې ۲۰ متوسطې او ۴ دینې مدرسې او دارلحفاظونه او یو عالي دارالمعلمین لري.د کامې د خدای بخښلو علماو څخه مراد علي صاحب د تفسیر یسیر مفسر،مولوي محمد ابراهیم کاموي،مولوي محمد نبي کاموي،مولوی محمد هاشم کاموي،محمد موسی شفیق،غلام حبیب طوفان،نابغه قیام الدین خادم ،مولوي بشرګل کاموي او داسې نور چې جوړه یی په ټول افغانستان کې کمه لیدل کیږي.د کامې د مشهورو شاعرانو د ډ لې څخه مرحوم سید مراد کاموال،امان الله سیلاب،محمد موسی شفیق،قیام الدین خادم،تسکین صاحب،شیفته مل کاموال دي. همدا رنګه د صحت په هکله په سنګرسرای کې یو لس بستریزه صحي مرکز چې یو سر طبیب،ډاکټران،لابراتوار،او درملتون لري.د دی نه علاوه واړه صحی مرکزونه هم شته چې یو یی په لنډه بوچ او بل یی په شیرګړ کې دی. د کامې لوی روغتون چې پنځوس بستریز دی او د کامی د روغتون په نوم یادیږي په هر لحاظ مجهزدی او د نورو ولسوایو څخه هم ورته ناروغان د تداوي لپاره راځي. د داود خان د حکومت په وخت په کامه کې د کونړ پر سیند د بریښنا د بند دجوړیدو د سروی کار سر ته رسیدلی وو او جوړیدو ته اماده وو.خو د بده مرغه د ډیرو ګډو وډو حالاتو په راتګ سره ځنډنی شو.اوس هم پرې د جوړیدو خبری روانې دي او دوباره هم سروی شو.خو د حکومت د لوی چارواکو د مجبوریتونو له کبله پاتې دی.پټه دی نه وي چې دغه یو ډیر لوی بند دی ګټه یی هم زیاته ده.حتی چې د درونټې د بند کاسه به هم ډکه وي د ګمبیري لوی ډاګ به اوبه خور او د ګوشتې او خیوازی (خواجه زي) ډاګونه به هم د اوبه لاندې او د استفادی وړ به وګرځي.د لوی خدای نه دغه ورځ غواړو چی دغه بند جوړ او ګټې اخستنې ته تیار شي.
امین ذکی محمد واصف

چهارشنبه، تیر ۰۲، ۱۳۸۹

كامه

د ننګرهار د ولايت يوه لومړۍ درجه ولسوالي ده.
موقعيت يې: ٧١ درجه، ١٠ دقيقه، ٢٥ ثانيه شمالي طول البلد، ٣٤ درجه، ٢٢ دقيقه، ٦ ثانيه شمالي عرض البلد